قرآنی نسخې

IQNA

بچوې
ایکنا- د مصر د دقهلیه ولایت والي د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د مصر د ملي لوبډلې او د «الاهلي» کلب د ستوري امام عاشور د هڅو او بریاوو د درناوي په موخه هغه ته د قرآن کریم یوه نسخه ډالۍ کړه.
د خبر لمبر: 3493044   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

ایکنا- جمیل مقداد، یو ۷۱ کلن فلسطینی بوډا دی چې په غزې کې د جنګ د کنډوالو په مینځ کې ئېد قرآن کریم د ترمیم کار ته مخه کړې ده. هره نسخه چې هغه ئې بېرته رغوي، د هغې جګړې پر وړاندې یوه کوچنۍ بریا ده چې پهغزې تړانګې کې یې د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي دي.
د خبر لمبر: 3493017   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا - د الازهر اسلامي مرکز د ازهري مؤسسو څانګې په ټول مصر کې د قرآن د حفظ مرکزونو (مکتب‌خانو) لپاره د قرآن کریم د نسخو د وېش یوه طرحه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492948   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- د ملایشیا د ساراواک صوبې د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم یو ځانګړی نوښت خپل کړی چې د زړو، شلیدلو او  له کاره لویدلو قرآنونو د درناوي او ښخولو لپاره کارول کېږي
د خبر لمبر: 3492946   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا-  د مکې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه بې‌سارې نسخه، چې په یوولسمې هجري قمری پېړۍ پورې اړه لري، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492933   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا-  د «خطي نسخې؛ هویت او دوامداره پرمختګ» په عنوان سره  نندارتون د متحده عربي اماراتو د پوهنتون په همکارۍ د شارجې په «بیت الحکمه» (د حکمت کور) کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492917   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا-  سلیمان آشیرلایف، چې د روسیې د داغستان جمهوریت  اوسېدونکی او یو نامتو خوشنویس دی، په یوې معنوي تجربې کې ئې ټول قرآن کریم په خپل لاس لیکلی دی.
د خبر لمبر: 3492884   خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا- د عباسی مقدس آستان  د فکری او کلتوري  چاروادارې  د قرآن کریم د یوې نادرې او نفیسې نسخې  د مرمت چارې پاي ته رسولي دي.
د خبر لمبر: 3492869   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا -د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د حرمین شریفین د خادم د ډالۍ په توګه په حاجیانو باندې د قرآن کریم د ژباړل شوو نسخو  وېش پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492846   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820   خپرونې تاریخ : 2026/05/25

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- یو قرآن چې په طلايي رنګ لیکل شوی او ارزښت ئې له یو میلیون قطري ریالو څخه زیات دی، د دوحې دکتاب په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د خبر لمبر: 3492798   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د روسیې او اسلامي نړۍ د نړیوالې اقتصادي ټولګې د غونډې په څنډې کې، د روسیې په اوسمهاله تاریخ کې لومړنی لاسلیک شوی مصحف د مېلمنو لپاره د ډالۍ په توګه وړاندې شو.
د خبر لمبر: 3492781   خپرونې تاریخ : 2026/05/17

ایکنا-  دمصر د قاهرې ولایت امنیتي ځواکونو د قاهرې د «درب الاحمر» په سیمې کې یو بې‌جوازه کتابپلورنځی وتاړه، ځکه د دغه پلورنځي مسؤلینو د اړوندو ادارو له رسمي اجازت پرته، د قانون خلاف د قران کریم نسخې خرڅولې او وېشلې.
د خبر لمبر: 3492769   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.
د خبر لمبر: 3492757   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د تاریخ یو ځانګړی مسي قرآن چې   دولسمې هجري قمری  پېړۍ پورې اړه لري، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492732   خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا- د قدس  او نیواکي ټاټوبو ستر مفتی د قرآن کریم د هغو نسخو د ویشل کیدا په باب  چې  په هغه کې په یوه آیت کې ټایپي تیروتنه شوې ده ، خبرداری  ورکړ.
د خبر لمبر: 3492660   خپرونې تاریخ : 2026/04/12

ایکنا- د عربستان د ؛ملک عبدالعزیز ؛ نومې عمومی کتابتون په دغه کتابتون کې له څلورمې قمری پيړئ سره اړونده د قرآنی علومو د نادرې خطي نسخې د کشفیدا او پييژندنې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492638   خپرونې تاریخ : 2026/04/06

ایکنا -  د قرآن کریم د چاپ د تاریخچې ځانګړی نندارتون د کب د میاشتې په درویشتمه نیټه  د الجزایر په پلازمینې الجزیره کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492572   خپرونې تاریخ : 2026/03/16

د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجت‌الاسلام والمسلمین حمیدرضا ارباب‌سلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع  میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د  غوره کسانو  له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469   خپرونې تاریخ : 2026/02/18